لاهور ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستانې اولس ٬ وسله وال ځواك ا?? په خاص توګه پاك سمندري ځواك قامي سلامتيا ته د پېښو هر ډول خطر?? په نره د مقابلې كولو صلاحيت لري۔ ولې ددې باوجود دا ضروري ده چې سيمه كښې د جوهري وسلې خپرېدو ٬ په روايتي بحري قوت كښې زياتوالي له په لويه كچه كېدونكې سرمايه كارۍ ٬ متعارف كېدونكې نوې ټېكنالوجۍ او دغسې د غېر روايتي چېلنجون?? په اړه خبرېدو او د دې مقابله كولو له منصوبه بندۍ او د بشپړه صلاحيت ترلاسه كولو پلو پام وګرځولې شي۔ اولس مشر دا خبره لاهور كښی د پاكستان نېوي وار كالج ترسېوري لاندې د شوي مېري ټائم سېكورټي وركشاپ ګډون كو??نكو ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال چيف آف نېول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀ الله او کمانډنټ پاکستان نیوی وار کالج ریئر اډمرل معظم هم موجود وو۔ وركشاپ كښې ګډون كو??نكو د تيار كړې شوي مېري ټائم سېكورټي پالېسۍ پرېزېنټېشن هم وركړو۔ پرېزېنټټیشن سناتورې سحر كامران ٬ د بنجاب اسمبلۍ غړي جهانیاں ګرزی او ریئر ایډډمرل شعیب وركړو۔ اولس مشر خپلو خبرو كښې ووئيل مېری ټائم سېکورټی ورکشاپ د پاک چین اقتصادی راهداری په لړ كښې لوئے اهميت لري كوم چې يو سياسي اميد دے چې ورسره د نړۍ د قامونو ا?? په خصوصي توګه ددې سيمه زرين سباؤن تړلے۔ اولس مشر ووئيل لوئے څښتن پاكستان ته بلها پنګې وركړې دي په كومو كښې چې يو سمندر هم دے كوم چې د يوې ځانګړې خزانې حيثيت لري۔ ده هيله ??لر??ه چې د پاكستان د سمندري پنګو څخه به په بشپړه توګه ګټه پورته كړې شي۔ اولس مشر ووئيل سمندرون?? په سياسي او اقتصادي صورت حال ټول عمري مهم كردار ترسره كړې ولې په موجوده دور كښې ددې په اهميت كښې د وړاندې په مقابله كښې ډېره اضافه شوې۔ ده ووئيل د راتلونكي دور حقائق تر نظر لاندې ساتلو سره دا ضروري ده چې د دفاع او سلامتيا نه بلكې د قامي معيشت دې مهمې څانګې په اړه د ژورې مطالعې او تګلارې تر سېوري لاندې اوس نه د سمو ترجيحاتو تعين وكړې شي دغسې چې په بدلېدونكو حالاتو كښې چې كله د نړيوال تجارت او بحري لارو رخ پاكستان ته وي نو دې موقعو څخه به ګټه پورته كړې شي۔ اولس مشر ووئيل د سي پېك فعال كېدو سره په بري او بحري دواړو څانګو كښې د انفراسټركچر جال خپور شي۔ اولس مشر ووئيل د قامي معيشت استحكام او د خوږ هېواد سمندري حدونو ساتنې له د سباؤن غوښتنې نظر كښې نيولو سره دې څانګو ته بشپړه ترقي وركړې شي او دې ته ددې دور تر ټولو غوره اسانۍ وركړې شي۔ دغسې دا هم ضروري ده چې د پاكستان اقتصادي راهدارۍ ته پېښو اندېښنو او خطرو نظر كښې نيولو سره د دې تحفظ له هم غوره ګامونه پورته كړې شي۔ اولس مشر د مېری ټائم سیکورټی ورکشاپ ګډون كو??نكو ته د غوره سفارشات?? په وړاندې كولو مباركي وركړه۔ ده هيله ??لر??ه چې اړوندې قامي ادارې به په دې سفارشاتو غور كولو سره مناسبې پرېكړې وكړي۔ اولس مشر ووئيل پاك بحريه سره د محدود وسائلو دمېري ټائم سېكورټي ترقۍ له بلها خذمات ترسره كړي دي۔ ده هيله ??لر??ه چې پاك بحريه او دې سره اړوندې نوروې ادارې به ددې قامي جذبې ترمخه سباؤن كښې هم خپل د قدر وړ خذمات ترسره كوي
متعلقہ مضامین
-
Illegal clearance of imported liquor causes loss of Rs 400m to the national exchequer
-
Pakistan has highest newborn mortality in South Asia: UNICEF
-
NS الیکٹرانک تفریح آفیشل پلیٹ فارم
-
AG آن لائن آفیشل گیم ویب سائٹ: تفریح اور جیتنے کا بہترین پلیٹ فارم
-
PS الیکٹرانکس کی آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
AFB الیکٹرانک ریلائیبلٹی بیٹنگ انٹری کی اہمیت اور جدید ٹیکنالوجی میں اس کا کردار
-
Lucky Rat آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ
-
لاکی ریٹ آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ: ایک جدید گیمنگ تجربہ
-
EVO آن لائن کی سرکاری ڈاؤن لوڈ لنک اور استعمال کی مکمل گائیڈ
-
BNG Electronic App: تفریح کا نیا اور جدید پلیٹ فارم
-
Smurfs ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور مکمل تفصیلات
-
اسمرفس ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور مکمل تفصیل