هنزہ 26 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د ګلګت بلتستان په زلمو زده كوٶنكو ټينګار كړې چې ھغوي دې د جديد علومو زده كړه كولو سره قوم لپاره خپل ټو?? صلاحيتونه كارولو سره خدمت وكړي٬ منطقه كښې د مېړني اولسې د غېر معمولي كارنامو وړومبۍ مظا??ره د عظيم شاهراه رېشم ﴿ د رېښمو لوئې لارې﴾ جوړولو په صورت كښې رامخې ته شوې٬ اولس به د شاهراه رېشم غوندې د اقتصادي لارې حفاظت كولو سره د دې نه بشپړه ګټه پورته كولو سره د ګلتګ بلتستان په پرمختګ او سوكالې كښې خپل كردار لوبوي۔ زه د ګلګت بلتستان د اولس په صلاحيت او عزم ولولې باور لرم۔ اولس مشر دا خبرې د قراقرام نړيوال پوهتنون هنزه كېمپس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان ګورنر غضنفر علي خان ،د قراقرم پوهنتون لنډ مهاه وائس چانسلر ډاكټر خلیل احمد ، د فېكلټۍ غړي او زده كوونكي موجود وو۔ ده ووئيل څو كاله وړاندې مونږ يو خوب لېدلې ٶ چې د هنزه كمېپس په صورت كښې رښتيا شوې۔ زه لاس په دعا يم چې هنزه كمېپس په راتلونكو ورځو كښې نور پرمختګ وكړي۔ ده د ګلګت بلتستان او په خاص توګه د هنزه ذكر كولو سره ووئيل چې د تاريخ يو زرين دور هغه وخت پرانستل شوې و كله چې د سيمې مېړني اولس د ډوګرا سامراج كاجي داري مقابله كولو سره د آزادۍ نعمت ترلاسه كړو او د نړۍ دا ښكلې درې ٬ وېلې٬ چينې او د لوړو غرونو دا خاوره ئې پاكستان سره الحاق كولو سره تاريخ له يو نوې رخ وركړو۔ اولس مشر ووئيل زه باور لرم چې د دې منطق?? خلق به د شاهراه رېشم غوندې يوازې د اقتصادي لارې د حفاظت وظيفه ترسره نه كړي بلكې د دې نه به بشپړه ګټه پورته كولو سره د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل كردار هم ولوبوي۔ ده ووئيل په دې خبره ډېره خوشحاله يم چې دې پوهنتون هم د دې مقاصدو له مخې سي پېك سېل جوړ كړې دے۔ ده ووئيل زه باور لرم چې دا سېل به د اقتصادي لارې نه ښه ګټه پورته كولو لپاره د ځوانانو په ښه ډول تربيه وكړي۔ زه په هنزه كښې د پوهنتون په كېمپس جوړېدو تاسو ټو??و او په خاص توګه زده كوٶنكو له مباركي وركوم او هيله لرم چې ھغوي به د خپل وطن او خلقو لخوا وركړې شوې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي۔ اولس مشر ووئيل زه ستاسو پرمختګ او سوكالۍ لپاره لاس په دعا يم۔ الله پاك دې مونږ ټو?? په خپل امان كښې وساتي۔
متعلقہ مضامین
-
British officials in Pakistan to audit CAA for flight restoration
-
Energy minister grieved over demise of senior journalist SM Shakeel
-
4 dead as tractor-trolley plunges into deep gorge in GB
-
ایمیزون کنگڈم آفیشل انٹرٹینمنٹ انٹرنس
-
ویمپائر ایمولیٹ آفیشل انٹرٹینمنٹ ایپ
-
Qadri to return to Pakistan and stage a sit-in on The Mall
-
AWP backs all Pakistani women facing patriarchal abuse
-
Archbishop and Ashrafi team up against terrorism
-
KP Traffic Police initiated Anti-Corruption drive end corruption
-
FBR confiscates large amounts of illegal tobacco
-
جیک پاٹ سلاٹ مشینیں آفیشل گیم ویب سائٹ کی تفصیلات اور خصوصیات
-
سمرفس آفیشل ڈاؤن لوڈ گیٹ وے کے ذریعے محفوظ ڈاؤن لوڈ کیسے کریں