اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے ??ی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري مذهبي لارښودو ته خواست كړې چې هغوي دې كورونا وائرس څخه ځان ساتلو له احتياطي تدبيرونه خپل كړي۔ په ښارونو كښې دې ?? حفظان صحت او صحت مند طرز عمل په اړه اولسي شعور بېدار كړي۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل په كورونا وائرس قابو موندلو له روانو هڅو كښې د مذهبي لارښودو كردار د ستائنې وړ دې۔ ده ووئيل حكومت د کورونا وائرس (کووډ۔19) خپرېدو مخنيوي له حفاظتي ګامونه پورته كوي۔ وفاقی وزیر وګړو او لمونځ كوؤنكو ته خواست وكړو چې هغوي دې هېواد كښې د ياد شوي وائرس خپرېدو مخنيوي له بدني رابطو څخه ډډه وكړي او ?? حفظان صحت په اصولو دې عمل وكړي۔ ده ووئيل دا وخت د ايماني جذبې او خپل رب ته د نزدې كېدو دې۔ ده ووئيل علماﺀ كرام د کورونا وائرس( کووډ۔19) په اړه اولس كښې شعور بېدارولو له مهم كردار ترسره كولې شي او د علماﺀ كرامو دا كار د ستائنې وړ دې چې هغوي د حكومت مرسته كوي او مذهبي اجتماعاتو څخه د ډډې كولو په لړ كښې په حكومتي ګامونو عمل كوي۔ ده ووئيل علماﺀ كرام دې د صفائۍ په اړه اسلامي تعليمات اولس ته وښائي۔ ده ووئيل صفائي نيم ايمان دې۔ ده ووئيل هر وګړي ته دې د لاس وينځلو ترغيب وركړې شي او په موجوده حالاتو كښې دې معاشرتي اجتماعاتو څخه ډډه وكړې شي۔ وفاقي وزير نورالحق قادری ووئيل د ماسك او نورو طبي څيزونو ذخيره كوؤنكو په ضد عملي ګامونه پورته كړې شوي دي او حكومت د ډاكټر او پېراميډيكل عملې تربيې ته خاص پاملرنه كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Auqaf Dept sets up rain emergency control room
-
Merz faces hard road to govt after German election win
-
Lanjar reviews security plan for Zulfiqar Ali Bhutto death anniversary
-
CM Maryam sets June 30 deadline to accomplish Lahore Development Plan
-
Deadly disease kills over 100 yaks in Hunza
-
Operation Bunyan-ul-Marsoos crushes India’s operation sindoor, forces ceasefire
-
Unprovoked Indian firing at LoCs 3 sectors answered perfectly: ISPR
-
Zaman, Huang discuss ways to get rid of corruption
-
Hurriyet leaders condole with families of martyred youth
-
قدیم دولت: زیوس ایپ ڈاؤن لوڈ
-
لائیو کیسینو آفیشل گیم ویب سائٹ
-
MW الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ گیٹ وے: آپ کا جدید ٹیکنالوجی کا مرکز